روسیې له لږ ځنډ وروسته د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې و نور دې روسیه، هند او پاکستان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي و، چې نور په افغانستان کې باید روسیه، هند او پاکستان له ترهګرۍ سره جګړه وکړي، نه امریکا.
خو د ټرمپ دغه څرګندونو ته تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې روسیه افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو پلان نه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په نوي ډهلي کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د روسي ځواکونو استول اصلآ مطرح نه دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې روسیه به بیا افغانستان ته ځواکونه ونه لېږي او نه پر دې اقدام غور کوي.
د هغه په وینا روسیه له ډېرې مودې له افغان حکومت سره همکاري لري او دا همکاري د پیاوړي کېدو په حال کې ده چې یوې نوې مرحلې ته به ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل