د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه په نوي ډیلي کې له ښاغلي ظریف سره کتلي.
هندي رسنۍ وايي، دواړو لورو د افغانستان د سولې پر روانو هڅو او دغه راز د چابهار بندر د فعالیت پر پراخېدو خبرې وکړې.
که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو په دې وروستیو کې ایران هم د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره کتلي دي.
ایراني چارواکو دا هم ویلي له طالبانو سره یې د لیدونو موخه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو زمینه برابرولي چې دغه ناستې به په راتلونکې کې هم دوام ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې هندي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، امکان نه لري، چې طالبان دې د افغانستان په راتلونکې کې رول ونه لري.
د هغه په وینا په نظام کې د طالبانو ګډون د افغان ولس صلاحیت دی، خو په وینا یې باور دا دی، چې طالبان باید د حاکم رول ونه لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا تصور د سیمې له هېوادونو سره هم دی او ټول پر دې د نظر یووالی لري، چې د طالبانو سلطه به د سیمې د امنیت سره همغاړې نه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل