پوتین او مېرکل سوریه کې د سولې په اړه موافقه کړې

20 جدی 1397 ساعت 9:13

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل سوریه کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل سوریه کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دواړو مشرانو په دې تلېفوني خبرو کې په سوریه کې د سولې د هڅو پر همغږي کولو موافقه کړې ده.

کرېملن وايي، ښاغلي پوتین او مېرمن مېرکل په اوږد مهال کې د سوریې بحران د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو سره په نېږدې همغږۍ سیاسي پروسې ته پراختیا ورکړل شي.

ویل کېږي، د روسیې ولسمشر او مېرمن مېرکل د سوریې د نوې اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com