خبري سرچینې وايي، سوریه کې د داعش په یوه راکېټي برید کې پنځه برېتانوي سرتېري وژل شوي او یو یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییزه سرچینو رسنیو ته ویلي داعش د سوریې په دیر الزور سیمه کې پر برېتانوي پوځیانو راکټ توغولی دی.
سرچینو ویلي، په دغه راکټ برید کې د امریکا په مشرۍ د اېتلاف د غړي برېتانیې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان وي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې لږ وړاندې هم د سوریې په یاده سیمه کې د داعش په یوه بل برید کې د دوه برېتانوي سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل