وسله والو طالبانو د تخار په خواجه غار ولسوالۍ برید کړی

20 جدی 1397 ساعت 10:53

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډلیز برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډلیز برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د مرغومي ۱۹ مه په یاده ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه رسېدلي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


د مطلب کود: 112276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com