بلخ کې د طالبانو یو خورا مهم قوماندان وژل شوی دی

20 جدی 1397 ساعت 10:58

په شمال کې د پوځ چارواکي بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه تر ټولو غښتلي او مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه تر ټولو غښتلي او مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د مرغومي ۲۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان مولوي عبدالبصیر مشهور په بدر دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوشهر بلوچ په سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د مولوي عبدالبصیر مشهور په بدر په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، مولوي عبدالبصیر په بلخ کې د طالبانو یو خورا مهم قوماندان و، چې په ټولو امنیتي پېښو کې یې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 


د مطلب کود: 112277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com