تخار او قندو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 جدی 1397 ساعت 11:04

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.


د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې قول اردو نن پنشنبې د مرغومي ۲۰ مه په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د قندوز په قلعه زال او د تخار په خواجه غار ولسوالیو کې بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپانه وايي، په دغه جګړو کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 112278

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112278/

جمهور
  https://www.jomhornews.com