۰

د جنایت کوونکو ملاتړو او واسطه کوونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

پنجشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۲
کورنیو چارو وزارت د جنایت کوونکو ملاتړو او د هغوی د خلاصون لپاره واسطه کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له جرمي شبکو لرې اوسۍ که نه د دولت تر تعقیب لاندې به راشي.
د جنایت کوونکو ملاتړو او واسطه کوونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری
کورنیو چارو وزارت د جنایت کوونکو ملاتړو او د هغوی د خلاصون لپاره واسطه کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له جرمي شبکو لرې اوسۍ که نه د دولت تر تعقیب لاندې به راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، څوک چې د جنانت کوونکو د خلاص واسطه شي او یا هم په یوه ډول د هغوی له کړنو ملاتړ وکړي، په هغه لېست کې به شامل کړای شي، چې د دولت تر تعقیب لاندې دي.

په خبرپاڼه کې دغه ډول افرادو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې خپله د جرم له کړیو ځان لرې وساتي که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي«هغه کسان چې د پولیسو له بنده د جنایت کارانو د خلاصون لپاره تلېفون کوي، واسطه کېږي، او یا هم د سپر په ډول له قومي، سمتي احساساتو کار اخلي او خلک تحریکوي، باید پوه شي، چې کورنیو چارو وزارت ورته ځیر دی، او دا چې دوی پوه شي که نه شي، د جرم په کړۍ کې ځان شاملوي.»

دغه وزارت زیاته کړې، تر کومه چې دوی معلومه کړې د پیسو کومې سرچینې او پانګونې، چې په جرمي شبکو کې رېښې لري، په خطر کې لوېدلې، که چېرې غواړی تر څار لاندې لېست ته ونه لوېږۍ، نو ځان د جرمي کړیو څخه لرې وساتۍ.

باید و ویل شي، چې کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د لسګونو مجرمانو یو لېست خپور کړی او د هغوی د نیولو او تسلیمۍ لپاره یې متې رابډوهلې.

کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې د خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کړې، تر څو په کابل ښار کې له پولیسو سره د امنیت د ښه تامین په خاطر همکاري وکړي.

د یاد وزارت دغه ګام په خواله رسنیو له تاوده هرکلي او ملاتړ سره مخ شوی دی او ان ویل کېږي د خلکو په مرسته یاد وزارت توانېدلی، چې یو شمېر مجرمان ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي