د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چین ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړیکو پر پراختیا او افغان سولې خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره نن پنشنبې د مرغومي ۲۰ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب او ورسره پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې له مهمو چینايي چارواکو سره وګوري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چین ته د محب د سفر موخه ددوه اړخیزو اړیکو پراختیا او دغه راز پر افغان سوله له چینايي چارواکو سره خبرې دي.
خبرپاڼه وايي، افغان حکومت هڅه کوي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي او ګاونډیان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.
افغان او چینایي چارواکي به همدا راز په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل