د افغانستان او پاکستان دیني علمان پر افغان سوله غونډه جوړوي

22 جدی 1397 ساعت 9:59

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان جید دیني عالمان سره جرګه شي.


ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان جید دیني عالمان سره جرګه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، غونډه په نېږدې راتلونکې کې به اسلام آباد کې جوړېدونکې ده خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي تېره ورځ د پاکستان د دیني علماو شورا له مشر قبله ایاز سره د راتلونکې غونډې پر جوړېدو موافقه کړې ده.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې ښاغلي داوودزي د یادې غونډې د جوړېدو په اړه له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.

نوموړی وايي، تمه ده، چې دا د افغانستان او پاکستان د دیپلوماټیکو مراجعو لخوا وروستۍ شي، ترڅو د افغانستان د سولې عالي شورا سره په همغږۍ د افغانستان او پاکستان د دیني علماو غونډه تنظیم شي.

باید و ویل شي، ټاکل شوې وه دغه غونډه ډېره مخکې جوړه شي، خو هغه وخت د پاکستان د نه همکارۍ له امله ځنډول شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112304

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com