۰
کابل کې د امریکا سفارت:

د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
کابل کې د امریکا سفارت وايي، افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دي، چې د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.
د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده
کابل کې د امریکا سفارت وايي، افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دي، چې د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سفارت دغه څرګندونې پرون جمعه د مرغومي ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې کړې دي او ویلي یې دي، افغانان د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولري.

په خبرباڼه کې ویل شوي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو ځڼد پرېکړه د اداري او فني نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې فني او اداري نیمګړتیاوې څرګندې وې.

سرچینه وايي، همدې نیمګړتیاو ته په کتو افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دي، چې انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده.

خبرپاڼه زیاتوي« افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي او هغوی د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو او تخنیکي ستونزو د لرې کولو په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې تر ټاکلي وخت درې میاشتې ځنډولې او وايي هڅه کوي، هغه نیمګړتیاوې، چې په پارلماني ټاکنو کې وې، په ولسمشریزه هغو کې تکرار نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي