روسیه:

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د فشار له امله ځنډول شوې

22 جدی 1397 ساعت 10:58

روسیې ادعا کړې، چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د فشارونو له امله د خپلو سناریوګانو د پلي کېدو لپاره ځنډول شوې دي.


روسیې ادعا کړې، چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د فشارونو له امله د خپلو سناریوګانو د پلي کېدو لپاره ځنډول شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا افغانستان کې د خپلې سناریو د عملي کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، نو ځکه یې فشار وراد کړی، چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې امریکا غواړي، د ټاکنو په ځنډ سره افغانستان کې د سولې پروسه د خپلې سناریو پر اساس طرحه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که څه هم ولسمشر غني او د ټاکنو کمېسیون پر وخت ولسمشرۍ ټاکنو باندې ټینګار درلود، خو په پای کې پرېکړه پر دې شوې، چې دغه ټاکنې وځنډېږي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ټاکنو ځنډول د کمېسیون له لوري شوي او کمېسیون دا کار د اداري او فني نیمګړتیا او اصلاحاتو په موخه کړی دی.

کابل کې د امریکا سفارت په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې فني او اداري نیمګړتیاوې څرګندې وې.

سرچینه وايي، همدې نیمګړتیاو ته په کتو افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دي، چې انتخاباتي اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده.

خبرپاڼه زیاتوي« افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي او هغوی د داسې انتخاباتي بنسټونو د لرلو مستحق دي چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو او تخنیکي ستونزو د لرې کولو په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې تر ټاکلي وخت درې میاشتې ځنډولې او وايي هڅه کوي، هغه نیمګړتیاوې، چې په پارلماني ټاکنو کې وې، په ولسمشریزه هغو کې تکرار نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com