۰
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار:

چین دې د سیمې هېوادونه افغانستان کې سولې ته وهڅوي

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان په سوله، امنیت او ثبات کې د چین رول مهم بللی دی.
چین دې د سیمې هېوادونه افغانستان کې سولې ته وهڅوي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان په سوله، امنیت او ثبات کې د چین رول مهم بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب چې د تېرې پنشنبې په ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ چین ته تللی، پرون جمعه د مرغومي ۲۱مه) یې له خپل چنايي سیال ګوا شینګکن سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلي محب له خپل چنیايي سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سولې پروسې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، سولې بهیر، د پولې د امنیت تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو پر تعقیب او تطبیق بحث او نظریات شریک شول.

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د سولې، امنیت او د افغانستان په ثبات کې د چین رول موثر وباله او له چین نه یې وغوښتل، چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات تامین ته وهڅوي.

ښاغلي محب ویلي، چې افغانستان ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او دغه مسوولانه رول ته د دوام سربېره، له نورو هېوادونو هم تمه لري چې دې برخه کې خپل رښتینی نقش په سم ‌‌‌‌‌‌ډول ادا کړي.

په ورته وخت کې د چین د ملي امنیت سلاکار ګوا شینګکن  ویلي، دوی له افغانستان سره د همکاریو دوام د فرصت په توګه غوره کړی او دغه هېواد کې به د تل پاتې سولې او ثبات د تامین په هدف خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ګوا شینګکن زیاته کړې، سیمه کې له ننګونو سره - سره، فرصتونه هم شته  او دوی هڅه کوي تر څو له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

د هغه په وینا دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني دي او له دغې پدیدې سره مبارزه کې یو شان اهداف موجود دي، چې ټول هېوادونه باید له تروریزم سره مبارزه کې خپل مشترک سهم ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي