۰
هند:

د افغانستان په اړه زموږ دریځ باثباته دی، موږ هلته سوله غواړو

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۳
هند وايي، د افغانستان په اړه یې دریځ باثباته دی او هند په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د افغانستان په اړه زموږ دریځ باثباته دی، موږ هلته سوله غواړو
هند وايي، د افغانستان په اړه یې دریځ باثباته دی او هند په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر کتنې وروسته کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند روویش کومار پرون جمعه د مرغومي ۲۱ مه د هندي چارواکو او خلیلزاد تر کتنې وروسته په یوه خبري غونده کې و ویل، چې هندي چارواکو ښاغلي خلیلزاد ته د سولې په برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي وايي، په دغه ناسته کې خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج او بهرنیو چارو سکرتر ویجې ګوکهالي سره په دې خبرې وکړې چې امریکا څنګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او پخلاینې هڅه کوي.

د هغه په وینا هندي چارواکو له خپله اړخه خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې د هند دریځ روښانه او باثباته دي.

کومار وايي، هندي چارواکو واضح کړه، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول کې وي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند و ویل« د افغانستان په اړه زموږ دریځ معلوم او ډېر ثابت دی، هند د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې ملاتړ کوي زموږ په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، تل به افغانستان سره همکاره و.»
 
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټوېټر لیکلي، چې له هندي چارواکو سره یې د افغان سولې په تړاو دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

نوموړي نن شنبې د مرغومي ۲۲ مه په ټوېټر لیکلي« زموږ هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لري، موږ په دې اړه چې په افغانسان کې څنګه یو تلپاتې سوله ټینګېدای شي خبرې وکړې او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو ممکنه همکاریو باندې مو هم خبرې وکړې.»

باید و ویل شي، چې خلیلزاد دا ځل د افغان سولې په اړه ۱۸ ورځنۍ سفر له هنده پیل کړی او ټاکل شوې، بېجنګ، اسلام آباد او په پای کې کابل ته هم سفر ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي