سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د رباط پر امنیتي پوستو برید وکړ، چې د نن شنبې مرغومي ۲۲ مې تر سهار درې بجو پورې یې دوام درلود.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په ځوابیه برید کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کړی خو وايي، د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.
دا په تېرو څو ورځو کې دوهم ځل دی، چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کندهار