ولسي جرګه د ټاکنو کمېسیونونه:

زموږ مصوبه په پام کې ونیسي که نه د کابل ټاکنې لغوه کړی

22 جدی 1397 ساعت 14:26

ولسي جرګه وايي، د ټاکنو کمېسیونونه باید د ټاکنو د پایلو د اعلان پروسه کې د ولسي جرګې مصوبه په پام کې ونیسي او مراعات یې کړي.


ولسي جرګه وايي، د ټاکنو کمېسیونونه باید د ټاکنو د پایلو د اعلان پروسه کې د ولسي جرګې مصوبه په پام کې ونیسي او مراعات یې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې وړاندې په یوه مصوبه کې له انتخاباتي کمېسیونو غوښتي و، چې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو په برخه کې یوازې بایومتریک شوې رایې د باور وړ دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نن شنبې مرغومي ۲۲ مې په غونده کې و ویل، چې ولسي جرګې په رسیمي مکتوب کې دواړو کمېسیونو ته دغه مصوبه لېږلې او یاد کمېسیونونه اړ دي، چې هغه په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې د جرګې غړي صالح محمد سلجوقي د کمېسیون کارکوونکي د رایو د بیا شمېر او پایلو د اعلان په برخه کې په پراخې درغلۍ تورن کړل او د دغه ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي و ویل، دغه کسانو د ولس په رایو معامله کړې او که ټاکنې لغوه نه شي نو راتلونکي پارلمان ته به ډېر درغل کسان لاره وکړي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي و ویل، چې د ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر اوس هم په کمېسیون کې پراخې معاملې روانې دي، چې په نتیجه کې به یې د بانکونو مشران او ټول بډایه او مافیايي کسان د پولي معاملو له لارې پارلمان ته لار وکړي.

هغه ټینګار وکړ، هر ډول چې کېږي باید پارلمان ته د مافیا د داخلېدو مخه ونیسول شي او هغه څوک چې معامله یې کړې باید محمکه او سزا ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د ټاکنو کمېسیون لا هم د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړې.

که څه هم کمېسیون څو څو ځلې و ویل، چې په دې اوونۍ او هغه اوونۍ په پای کې به د کابل د ټاکنو پایلې اعلان کړي، خو هر ځل یې پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 112326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com