امریکايي ځواکونو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش د یوه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه قوماندان خطاب امیر نومېده.
خبرپاڼه زیاتوي، خطاب امیر په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو فعالیت درلود او د جنورۍ په ۱۰ مه په ننګرهار ولایت کې یو لړ پوځي عملیاتو پر مهال و وژل شو.
سرچینه وايي، دغه قوماندان څو ستر بریدونه سازمان کړي وو او په افغانستان کې د داعش جنګیالیو ته د وسلو او چاودیدونکو موادو د رسولو مسؤلیت یې په غاړه و.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل