د هرات په شپږمه حوزه په برید کې درې تنه وژل شوي دي

23 جدی 1397 ساعت 9:03

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې په شپږمه امنیتي حوزه په شوي وسله وال ډلیز برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې په شپږمه امنیتي حوزه په شوي وسله وال ډلیز برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، درې تنه بریدګرو چې یو یې ځانمرګی وو، تېره ماښام(د مرغومي ۲۲مه) د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ او د حوزې ودانۍ ته ننوتل.

د هرات امنیتي مسوولین وايي، بریدګرو له پولیسو سره مخامخ نښته پیل کړه، چې څو ساعته یې دوه وکړ او ټول بریدګر و وژل شول.

امنیه قوماندان جنرال امین الله امراخېل وايي، بریدګرو کې یو تن ځانمرګی واسکټ درلود او دوه نور په وسلو سمبال و، چې درې واړه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بریدګرو په برید کې دوه پولیس اویو ملکي وګړی وژل شوي، خو د هرات د ملکي روغتون کارکوونکي وايي، دوی ته د پېښې له ځایه درې جسدونه او یو ټپي وروړل شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 112343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com