۰
د کورنیو چارو وزارت بل اقدام:

خلکو ته د وسلو د ورکړې پر جواز یې محدویت وضع کړ

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
کورنیو چارو وزات په یوه بل تازه اقدام کې د وسلو پر ورکړه محدویت وضع کړی او وايي یوازې هغه کسانو ته د وسلې جواز ورکوي، چې نوم یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل وي.
خلکو ته د وسلو د ورکړې پر جواز یې محدویت وضع کړ
کورنیو چارو وزات په یوه بل تازه اقدام کې د وسلو پر ورکړه محدویت وضع کړی او وايي یوازې هغه کسانو ته د وسلې جواز ورکوي، چې نوم یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شخصي او خصوصي ساتونکو لپاره یوه نوی معیار ټاکلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې زرګونه کسانو په کابل او نورو ولایتونو کې د دې په پلمه چې ګڼې شخصي امنیت یې په خطر کې دی، شخصي او خصوصي ساتونکي نیولي او سلګونه نور د وسلو د حمل جواز غوښتی دی.

خو کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته وزارت یوازې هغه کسانو ته د وسلې د حمل جواز ورکوي، چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په لېست کې شامل وي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په مالیې وزارت کې درې ډلې مالیه ورکوونکي ثبت شوي، لویه، منځنۍ او کوچینۍ کتګوري او هغه شرکونه چې د مالیه ورکوونکو په لېست کې نه دي ثبت شوي د وسلې جوازه یې لغوه کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې د سولې جواز غوښتونکو کسانو ته تر هغې جواز نه ورکول کېږي، تر چې د مالیې وزارت څخه یې د مالیې د ورکړې تصدیق پاڼه نه وي راوړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، کورنیو چارو وزارت په دې کار سره نه یوازې د ملي عاید د لوړولو په موخه خپل مسوولیت ادا کوي، بلکې د دې تر څنګ به د هغو پټو، ګونګو نا تشریح شویو او د افغانستان له مالیاتي نظام لرې پانګو د تار سر هم پیدا کړي او پر وړاندې به یې جدي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت پرون هم په یوه خبرپاڼه کې هغه کسانو ته چې ساتونکي د خپلو موټر په باډیو کې پسې ګرځوي او نیمه درنې وسلې ورسره وي خبرداری ورکړی وو.

یاد وزارت ویلي نور د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت څخه پرته هېڅ غیر دولتي کس نه شي کولای ساتونکي د موټر په باډیو کې پسې کړي او یا هم له ځان سره نیمه درنې وسلې ولري.

کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم دوه ځلې د سلګونو هغه کسانو نوملړونه خپاره کړه، چې په غلا، قتل، انسان تښتونې، وسله والو درلودو، وسلو درلودو او نورو ګڼو جنایتونو باندې تورن دي.

دغه وزارت له تورنو کسانو غوښتي و، چې په خپله ورشي او د کورنیو چارو وزارت سره حسابونه پاکي کړي که نه پر ضد به یې پولیس قانوني او جدي اقدمات وکړي او بانکي حسابونه به یې بند شي.

کورنیو چارو وزارت دا خبردارۍ هم ورکړی و، چې که د پولیسو د اجراتو پر مهال له دغه کسانو څخه کوم یوه سرغړونه کوله، نو د چټک غبرګون او ځانګړو ځواکونو قطعې به یې په وړاندې جدي اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي