شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی مرکز عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ځانګړو ځواکونو پرون شنبې د مرغومي ۲۲مه په یو لړ چټکو عملیاتو کې د طالبانو پر دغه لوی مرکز برید وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو دغه مرکز د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د غذاري په کلي کې شتون درلود.
سرچینه زیاتوي، پر دې مرکز په عملیاتو کې د خواجه سبز پوش لپاره د طالبانو عمومي قوماندان قاري تاج الدین له خپلو ۱۹ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شي، په دې عملیاتو کې د قاري تاج الدین ۱۵ ملګري ټپیان شوي هم دي او دغه راز یې ۱۲ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې پتڼځایونه له منځه وړل شوي یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط چې موټر او موټر سایکلونه دي د افغان ځواکونولاس ته ورغلي دي.
خبرپاڼه وایي، قاري تاج الدین په یاده سیمه کې د طالبانو یو مهم او غښتلی قوماندان و، چې په خواجه سبز پوش او شرین تګاب ولسوالیو کې یې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
د قول رادو په خبرپانه کې ویل شوي، د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب