د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

کمېسیون کې اخلاقي فساد نشته، تیفا باید تر قانوني څېړنو لاندې ونیول شي

23 جدی 1397 ساعت 10:13

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون په اړه د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وروستي راپور ته توند غبرګون ښودلی دی.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون په اړه د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وروستي راپور ته توند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ چارواکو د روانې میاشتې په ۲۰ مه کابل کې د د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل د دوی موندنې ښيي، چې د کمېسیون په مختلفو پوړو کې اخلاقي فساد شتون لري.

د تیفا رییس نعیم ایوب زاده ویلي وو هغه اسناد او معلومات چې دوی تر لاسه کړي، ښيي، چې د کمېسیون کارکوونکو له ښځینه نوماندانو او دغه راز د کمېسیون د ښځینه کارکوونکو څخه د نامشروع اړیکې غوښتې کړې.

ایوب زاد د چا نور وانخست خو ویې ویل، چې دغه فساد د کمېسیون له لوړ پوړو چارواکو نیولې تر ټېټې کچې پورې شتون لري او دا ډول فساد د ټاکنو په کمېسیون کې مخینه نه لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېۍیون د تیفا د چارواکو دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې په یاد کمېسیون کې د اخلاقي فساد شتون بې اساسه دی.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځینې بنسټونه د خپل مسوولیت او دندې له درک پرته او پرته له دې چې ژورې څېړني وګړي، اسناد وړاندې کړي، د مالي ملاتړ او پروژو تر لاسه کولو په موخه بې بنسټه راپورنه خپروي.

خبرپاڼه وایي، کمېسیون دې ټولو بنسټونو ته په مشورتي جلسو کې د ګډون بلنه ورکړې او ښکار یې ورته ویلي، چې که د کمېسیون د کارکوونکو په اړه او یا هم د هغه کسانو په اړه چې غواړي د ټاکنو پروسه له خنډو سره مخ کړي اسناد او معلومات لري کمېسیون سره یې دي شریک کړي تر چې مخه یې ونیول شي او دغه ملي پروسه زیانمنه نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي تیفا هم پرته د خپل ملي مسوولیت او دندې پېژندلو تر اوسه هېڅ یو سند هم د ټاکنو کمېسیون د کاروونکو د مالي او اخلاقي فساد په اړه نه دی وړاندې کړی.

کمېسیون ټینګار کوي، چې که یاد بنسټ په دې برخه کې کوم لاسوند درلودی نو لومړی یې باید کمېسیون ته وړاندې کړی وای، تر څو د خلکو او نوماندان حق ونه خوړل شي.

په خبرپانه کې ویل شوي د بې بنسټه تورنونو پورې کوونکي او د دې ملي پروسې پر وړاندې خنډ راولاړونکي باید تر جدي عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونیول شي.
  
د کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي«په خواشنۍ هغه خبرپانه کې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۲۰ مه د تیفا د محترم بنسټ له خوا خپره شوې، هېڅ ډول اسناد نه لري، بلکې یوازې د شهرت موندلو په موخه یې دا کار کړی دي.»

کمېسیون وایي، دوی له عدلي او قضايي بنسټونو څخه په جدي توګه غواړي، چې د دغه تورونو په تړاو چې د تیفا له خوا لګول شوي دي له یاد بنسټ څخه قانوني پوښتنې ګروېږنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 112349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com