بهرنیو ځواکونو بلخ کې د طالبانو پر یوه لوی کاروان هوايي برید کړی

23 جدی 1397 ساعت 12:38

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی کاروان هوايي برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی کاروان هوايي برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي بهرنیو ځواکونو پرون مازیګر د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په کندلي کلي کې د طالبانو پر کاروان برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د بلخ ولایت د زارې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال قاري قدرت الله له خپلو ملګرو سره د شولګرې د زارې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د کندلي په کلي کې RS  الوتکې پرې برید وکړ.

خبرپاڼه وايي، په دغه برید کې قاري قدرت الله له خپلو ۱۱ تنو وسله والو سره یو ځای وژل شوی او د هغوی ۱۲ عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په برید کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون فاریاب ولایت کې هم ځانګړو افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه لوی مرکز چټک عملیات کړي دي.

یاده قول اردو وايي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي، ۱۵ ټپیان او ۱۲ ژوندي نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 


د مطلب کود: 112354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com