د ولسمشر دوهم مرستیال:

د ټاکنو کمېسیون له ولس سره په ښکاره جفا د حکومت باور زیانمن کړی

23 جدی 1397 ساعت 13:45

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل د پایلو په نه اعلان سره له ولس سره ښکاره جفا کوي.


د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل د پایلو په نه اعلان سره له ولس سره ښکاره جفا کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن یکشنبې د مرغومی ۲۳ مه کابل کې د حقوقي مرستو د ملي کنګرې په غونده کې و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، پراخې درغلۍ، فساد، سرغونو او د کابل ټاکنو په نه اعلان سره د دولت باور کاملآ تر سوال لاندې راوستی دی.

د هغه په وینا کمېسیون کې د شته فساد او درغلۍ له امله تر اوسه یاد کمېسیون پر دې نه دی توانېدلي، چې د دریو میاشتو په تېرېدو لا هم د ټاکنو پایلې بشپړې اعلان کړي.

دانش چې تر دې وړاندې یې د ټاکنو د کمېسیون په اړه دغه ډول توندې نیوکې نه وې کړې و ویل، ټاکنیز کمېسیونونه باید پوه شي، چې د خلکو د صبر کاسه نور ډکه شوې او تر دې زیات نه شي د یادو کمېسیونونو کمزوری مدیریت وزغمي.

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې د ملي یووالي حکومت اړ دی، د خلکو د حقوقو د پایمالېدو د مخنیوي په هدف په دې برخه کې هر اړخیز اصلاحات تر سره کړي.

د هغه په وینا که چیرې په دې اړه اقدامات تر سره نشي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پایلې به تر تېرو پارلماني ټاکنو بترې وي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون دغه نیوکې پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې پارلمان، مدني ټولنې، او د ټاکنو د څار بنسټونو هم یاد کمېسیون په درغلیو، کمزوري مدیریت او ان مالي او اخلاقي فساد تورن کړی دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ چارواکو تازه ویلي داسې معلومات یې موندلي، چې ښيي د دغه کمېسیون کې له ځینو ښځینه نوماندانو او دغه راز د کمېسیون له ښځینه کارکوونکو د جنسي اړیکې غوښتنه شوې ده.

خو کمېسیون دغه راپورونه په کلکه رد کړي او له عدلي او قضايي ادارو یې په دې اړه د جدي پلټونو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 112365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com