۰

هند په افغانستان کې د ثبات لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه کوي

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د هند د بهرنیو چارو وزیرې اعلان کړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
هند په افغانستان کې د ثبات لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه کوي
د هند د بهرنیو چارو وزیرې اعلان کړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج دغه څرګندونې نن یکشنبې د ازبکستان سمرقند ښار کې د مرکزي آسیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون درلود آغلې سوسما سوراج و ویل، هېواد یې هوډ کړۍ چې افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره درې میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې هند به د دیموکراتیک، سولې او ثبات لرونکې افغانستان لپاره د افغان ولس سره خپل ملاتړ، مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د هندې د بهرنیو چارو وزیرې دا هم و ویل، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو او همکاریو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي