۰

د ملي امنیت شورا سلاکار سعودي عربستان ته تللی دی

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سعودي عربستان ته تللی دی
د ملي امنیت شورا سلاکار سعودي عربستان ته تللی دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمد الله محب د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب پرون یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه سعودي عربستان ته تللی او ټاکل شوې له سعودي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د یادې شورا ویاند طارق ارین وايي، ښاغلی محب به له لوړو پوړو سعودي چراواکو سره د دواړو هېوادونو ترم منځ په ګډو همکاریو هم خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند، چین او متحده عربي اماراتو ته هم تللی و او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر افغان سولې او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

طارق ارین وايي د ملي امنیت سلاکار په ابوظبي ښار کې د عربي متحده اماراتو د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې په پروسې او له ترورېزم سره په ګډې مبازې خبرې وکړې.

ښاغلي محب په ابوظبۍ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي او پر سوله یې ګټورې خبرې ورسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي