د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د منځني ختیځ په سفر وتلی له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې له خپل قطري سیال سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې.
نوموړي له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان روانو حالاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل امریکا او قطر په ګډه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره کار کوي.
ښاغلي پمپیو و ویل«امریکا او قطر په ګډه کار کوي، څو د افغانستان او عراق په شمول په سیمه کې د ځينو امنیتي ننګونو ته حل لار ولټوي،زموږ دفاعي اړیکې زیاتې دي، مهمې دي او د پراخېدو په حال کې دي.»
باید و ویل شي، چې پمپیو تر دې یوه ورځ وړاندې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم پر افغان سوله، امنیت او د زلمی خلیلزاد پر ماموریت خبرې کړې وې.
هغه ویلي و امریکا او ناټو په ګډه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل