د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

امریکا او قطر په ګډه د افغانستان ستونزو ته حل لار لټوي

24 جدی 1397 ساعت 8:47

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د منځني ختیځ په سفر وتلی له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د منځني ختیځ په سفر وتلی له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې له خپل قطري سیال سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې.

نوموړي له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان روانو حالاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل امریکا او قطر په ګډه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره کار کوي.

ښاغلي پمپیو و ویل«امریکا او قطر په ګډه کار کوي، څو د افغانستان او عراق په شمول په سیمه کې د ځينو امنیتي ننګونو ته حل لار ولټوي،زموږ دفاعي اړیکې زیاتې دي، مهمې دي او د پراخېدو په حال کې دي.»

باید و ویل شي، چې پمپیو تر دې یوه ورځ وړاندې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم پر افغان سوله، امنیت او د زلمی خلیلزاد پر ماموریت خبرې کړې وې.

هغه ویلي و امریکا او ناټو په ګډه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com