د پوهنې وزارت ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري

24 جدی 1397 ساعت 9:30

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي وايي، د هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغه ستونزه هواره شي.


د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي وايي، د هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغه ستونزه هواره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه جلال آباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه چې پرون جلال آباد ته په سفر تللی ویلي په افغانستان کې د نارینه او ښځینه ښوونکو کموالی د معارف د ودې او پراختیا لپاره یو لوی خنډ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی دا مهال د ټول هېواد په کچه ۲۰ زره نوي ښوونکي ګماري خو اړتیا ۷۰ زره ښوونکو ته ده.

د بلخي په وینا د پوهنې وزارت هڅه کوي، هر کال له ۲۰ تر ۳۰ زره پورې نوي ښوونکي په دندو وګماري او په راتلونکو دریو کلونو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه په مکمل ډول هواره کړي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځي، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکي‌ او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي‌ شته چې ۳۶سلنه یې نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ناامنه سیمو کې کابو ۱۰ زره ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

دغه راز ملګري ملتونه وايي، د بېلا بېلو لاملونو له امله کابو درې نیم میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com