ترکیې ته د ټرمپ خبردارۍ:

په کردانو به کار نه لرۍ که نه اقتصاد مو له منځه وړم

24 جدی 1397 ساعت 9:39

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو باید هلته د امریکا متحد کردان خوندي وي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو باید هلته د امریکا متحد کردان خوندي وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونو له سوریې وتل پیل کړي، خو په سیمه کې باید د امریکا متحد کردان باید خوندي وي.

هغه ګواښ کړی، که ترکیه د دې هڅه وکړي، چې په سوریه کې د داعش ضد جنګېدونکي کردان له منځه یوسي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد ورختم کړي.

نوموړي په ورته وخت کې په کردانو هم غږ کړیو چې د ترکیې د حکومت ضد فعالیتونه ودروي او تحریکوونکي اقدامات ترسره نه کړي.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، چې د داعش ضد مبارزه کې د امریکا له هڅو ډېره ګټه ایران او سوریې کړې ده.

د هغه په وینا ایران او روسیې ته د دې مبارزې ګټه ځکه زیاته وه، چې داعش د دغه هېوادونو دښمن و، خو پر ضد یې امریکا جګړه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com