۰

کندهار کې د یوې خونړۍ پېښې مخه نیول شوې ده

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
کندهار ولایت کې د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې ماینونه اېښودل شوي و چې پولیسو یې په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیوله.
کندهار کې د یوې خونړۍ پېښې مخه نیول شوې ده
کندهار ولایت کې د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې ماینونه اېښودل شوي و چې پولیسو یې په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ماینونه د ژېړۍ ولسوالۍ د حوزې مدد په ګنج کې اېېښودل شوي وو.

دغه سیمه کې هره جمعه او شنبې زرګونه کسان راټولېږي او خپل حیوانات او خوراکي توکي پېري او پلوري.

د کندهار سیمزه ییز چارواکي وايي، وسله والو په یاده سیمه کې دوه لوی او دوه کوچیني ماینونه اېښي و او غوښتل یې یوه خونړۍ پېښه رامنځ ته کړي.

خو په وینا یې پولیسو له چاودنې وړاندې دغه ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي