بغلان کې ملا ګجر له ۲۵ وسله والو طالبانو سره وژل شوی دی

24 جدی 1397 ساعت 10:43

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان مرکزي په عربانو او کوکچنار کلیو کې د طالبانو پر پټنځایونو په بریدونو کې د ملا ګچر په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ د خواجه په کلي کې پر طالبانو په برید کې د قوماندان زبیر او قوماندان بشیر مشهور په شاهین په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه زېرمه او یو عراده موټر له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112391

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112391/

جمهور
  https://www.jomhornews.com