ولسي جرګه:

د ټاکنو کمېسیون د افغان ولس د سرټیټې لامل دی

24 جدی 1397 ساعت 13:37

ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني ټاکنو د پایلو نه اعلان له امله د افغان ولس د سرټیټې لامل یاد کړ او نیوکه یې پرې وکړه.


ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني ټاکنو د پایلو نه اعلان له امله د افغان ولس د سرټیټې لامل یاد کړ او نیوکه یې پرې وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه په عمومي غونډه کې و ویل دوی له پیله د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو غوښتونکي وو خو نن د داسې ټاکنو شاهدان یو، چې افغان ولس یې اندېښمن کړی دی.

هغه پر کمېسیون د ولسمشر غني د دوهم مرستیال سروردانش نیوکو ته په اشارې و ویل، چې دغه کمېسیون د افغان ولس د سرټيټۍ لامل شوی او پر ټاکنو یې د ولس باور له منځه یووړ.

د ولسي جرګې رییس پر کمېسیون یو ځل بیا غږ وکړ، چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلان کړي او ولس نور له اندېښنو وژغوري.

بل خوا د جرګې غړو په کمېسیون کې د اصلاحاتو په اړه و ویل چې حکومت نه یوازې د کمېسیون د غړو پر لرې کولو بسنه وکړي، بلکې هغوی باید د ملي خیانت په تور محکمې ته وړاندې کړي.

د جرګې غړي علي اکبر قاسمی وايي، په کمېسیون کې پراخې درغلۍ او فساد شته او ان تر یو میلیون ډالرو پورې په دې پروسه کې معاملې شوې دي.

د هغه په وینا د دغه ډول له فساد او درغلۍ ډکو ټاکنو پایلې ولس ته د منلو نه دي او د دې تر څنګ باید د کمېسیون غړي د ملي خیانت په تور د تورو تمبو شاه ته واچول شي، نه دا چې له هېواده وتښتي او په دوبۍ، ترکیه او نورو هېوادونو کې پانګونې وکړي.

د جرګې بل غړي محمد موسی جناب هم د ټاکنو کمېسیون په پراخ فساد او درغلی تورن کړ او ویې ویل، چې د کمېسیون غړي باید تر جدي پلټنو لاندې ونیول شي.

نوموړي و ویل، چې ولسمشر غني باید په پارلماني ټاکنو کې په مداخلې سره دغه ټاکنې لغوه او د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یې بیا تر سره کړي.

د ولسي جرګې غړي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د پارلماني ټاکنو په تر سره کېدو درې میاشتې اوړي خو کمېسیون لا هم نه دی توانېدلی ټولې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ان تر دې پورې چې په کمېسیون کې د درغلیو او پولي معاملو تر څنګ د اخلاقي فساد راپورنه هم ورکړل شوی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112399

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112399/

جمهور
  https://www.jomhornews.com