ټاکنو کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

25 جدی 1397 ساعت 8:30

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې مخکښ نوماندان دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې مخکښ نوماندان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون پرون دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه مازیګر مهال د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کمېسیون د اعلان سره سم دغه نوماندان تر نورو مخکښ دي:

حاجى اجمل رحماني
- قيوم خيرخواه
- فدا محمد الفت صالح
- جاوېد جيحون
- رمضان بشر دوست
- خان آقا رضائي
- اميرگل شاهين
- غلام حسين ناصري
- ملا محمد خان احمدي
- الله گل مجاهد
- امان الله گذر
- سيد محمد محمدي
- خان وردگ
- قاضي مير افغان صافى
- اجمل گلاب
- ضياء عظيمي شينوزاده
- عبيدالله كليمزى
- توفيق وحدت
- حفيظ الله جليلي
- فرهاد صديقي
- انورخان اورياخېل
- حاجى زړگى حبيبي
- حبيب الرحمان سياف
- نجيب الله ناصر
- فاطمه نظري
- مرسل نبي زاده
- شينكۍ كروخېل
- روبينا جلالي
- مريم سما
- سليمه نكبين
- زهره نوروزي
- پروين درانۍ
- فوزيه ناصريار

باید و ویل شي، چې کمېسیون پرون د کوچیانو د حوزې د ټاکنو پایلې هم اعلان کړې، چې له مخې یې الحاج شاه وزير تره خېل   ٢١٧٣٨رايې، حبيب الرحمن افغان ٥١٤٨ رايې، ميرويس حسين خېل ٤٦٧١، ننګيالي لونګ  ٤١٤٧، حاجي پرويز عرب زاده ٣٦٢٩، الحاج حيدر جان نعيم زوى ٣٢٧٠، رسول خان کوچي ٢٨٥٣، حميدې احمدزۍ ١٩٤٠، مريم سليمان خېل ٨٣٩ او فرزانې کوچۍ د ٧٩٨ رایو په ترلاسه کولو تر اوسه د کوچیانو په حوزه کې مخکښ نوماندان دي.

یاد کمېسیون وايي، دا لومړنۍ پایلې دي او ښايي د بدلونونه په کې راشي.

دغه راز کمېسیون زیاته کړې، چې اشخاص، سیاسي ګوندونه او نور بنسټونه کولی شي د نوماندانو لومړنيو پایلو له اعلان څخه وروسته په دوه ورځو کې د مخکښو اعلان شويو کسانو په تړاو اعتراضونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي.

کمېسیون دا ډاډ د هیچا رايه نه ده ضایع شوې، د خلکو رایه یو امانت دی او په ټول بهیر کې د یو امانت په توګه ترې ملاتړ شوی او چا ته چې خلکو رایه ورکړې، هغه به کس ولسي جرګې ته لار مومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com