۰

د سولې خبرو په درشل کې پاکستان مهم طالب چارواکی نیولی

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
راپورونه وايي، د افغانستان د سولې د خبرو په درشل پاکستان د وسله والو طالبانو یو مهم او لوړ پوړی غړی نیولی دی.
د سولې خبرو په درشل کې پاکستان مهم طالب چارواکی نیولی
راپورونه وايي، د افغانستان د سولې د خبرو په درشل پاکستان د وسله والو طالبانو یو مهم او لوړ پوړی غړی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کوټې شورا یوې سرچینې رسنیو ته ویلي پاکستاني ځواکونو د طالبانو د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله نیولی دی.

دغه سرچینې ویلي  طالبانو له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غونده درلوده، چې خبره یې تر منځ ترخه شوه او وروسته د پاکستان امنیتي کسانو د طالب مشرانو پر کورونو چاپې وهلې دي.

سرچینه زیاتوي چې د همدې چاپو په لړ کې د پاکستاني استخباراتي کسانو د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله په خپل کور کې نیولی دی.

طالبان وايي پاکستان هڅه کوي پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله د فشار له لارې له امریکا سره خبرو ته حاضره کړي نو په همدې لړ کې یې د ځينو کسانو نیول پيل کړي دي.

حافیظ محب الله پر داسې مهال د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول کېږي، چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر افغان سوله د خبرو لپاره نن پاکستان ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې لومړنۍ خبرې په ټپه درېدلي دي.

که څه هم طالب ویاند د خبرو درېدو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو راپورونه وايي دغه خبرې پر ځای د نه جوړېدو له امله ځنډول شوې دي.

ځینې سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي، چې دغه خبرې قطر کې تر سره شي، خو سعودي او امارات په قطر کې له ناستې سره مخالف دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي