۰

ملا فضل الرحمن له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر چې د طالبانو کلک ملاتړی دی، پر افغان طالبانو غږ کړي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
ملا فضل الرحمن له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي
د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر چې د طالبانو کلک ملاتړی دی، پر افغان طالبانو غږ کړي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فضل الرحمن چې په افغانستان کې یې رونه جګړه جهاد باله اوس ویلي، چې طالبان دې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره خبرې او سوله وکړي.

هغه له امریکا غږ رادیو سره په یوه مرکه کې زیاته کړې، دا چې طالبان د افغانستان دي او جنګ یې هم له خپل حکومت سره دی نو ځکه باید د سوله هم له دغه حکومت سره وکړي.

د فضل الرحمن په خبره که څه امریکا هم د افغانستان د سولې د مذاکراتو یو اړخ امریکا ده، خو طالبانو ته داخلي سوله هم هومره اهمیت لري، له څنګه چې امریکا سره د دوی نظر اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړې« دوی د افغانستان طالبان دي او جنګ خو د دوی هم د خپل حکومت سره دی، زما خپله رایه دا ده چې داخلي امنیت لپاره داخلي مذاکرات هم ضرور دي.»

فضل الرحمن چې تر پرونه یې افغانستان کې روانه جګړه جهاد باله اوس له دې خبرې هم په شاه شوی او وايي حالت حساس دي او اوس دا نه شي ویلای، چې دا جګړه جهاد دی که نه دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه جګړه جهاد دی که نه دی ویلي«حالت حساس دي او داسې حالاتو کې د دغې پوښتنې ضرورت نشته، موږ د طالبانو دفاع ته جایزه دفاع ویلې ده او دا خبرې کول چې جهاد دی، جهاد نه دی، دا مستقبل ته پرېږدۍ، غواړو مثبو رویو سره صورت حال پر مخ ولاړ شي او موږ د صلحې ملګري یو.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر پر داسې مهال له طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرو کولو غوښتنه کوي، چې د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي، خو طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو انکار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي