واشنګټن کې د افغانستان نوې سفیرې مېرمن رویا رحماني د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل باورلیک وسپاره.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن کې د افغانستان سفارت نن د مرغومي ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي رويا رحماني په سپینه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل باورليک وړاندې کړ.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې مېرمن رحماني له ولسمشر ټرمپ سره په کتنه کې د افغانستان دولت او خلکو نېکې هيلې وړاندې کړې.
سرچینه وايي، دغه راز دوى د افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
مېرمن رحماني له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د کلک ملاتړي په توګه د امریکا متحدو ایالتونو رول خورا مهم وباله.
خبرپاڼه وايي، د امريکا ولسمشر ټرمپ هم خپلې نېکې هيلې څرګند کړې او د افغانستان له دولت او خلکو يې د امریکا متحدو ایالتونو پر هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل