ناټو بیا پر طالبانو غږ کړی، چې سوله وکړي

25 جدی 1397 ساعت 13:59

کابل کې د تېرې شپې برید ته په غبرګون کې د ناټو ملکي استازولۍ پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.


کابل کې د تېرې شپې برید ته په غبرګون کې د ناټو ملکي استازولۍ پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د ناټو د ملکي استازولۍ مرستیال پاټریک اندریوز د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې ګرېن ویلېچ ته څېرمه برید غندلی.

نوموړي زیاته کړې، طالبان باید نور د خپلو خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کارولو لاس واخلي او د سولې خبرو ته دې کېني.

هغه ټینګار کړی، چې ناټو او متحدین به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه هغوی د ترهګرو خلاف جګړه کوي چې د سولې لپاره زمینه برابره شي.

باید و ویل شي، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د ګرین وېلېج په سیمه کې د تېرې شپې په موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو بهرنیو او کورنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 112435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com