۰

ولسمشر غني هم راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ټاکنیز ټیم بشپړ کړی

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۷
ارګ ته نېږدې سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني هم د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره خپله ډله بشپړه کړې ده.
ولسمشر غني هم راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ټاکنیز ټیم بشپړ کړی
ارګ ته نېږدې سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني هم د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره خپله ډله بشپړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ته نېږدې سرچینې زیاتوي، چې ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی او تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به اعلان شي.

دغه سرچینې ویلي، ښاغلی غني به لومړی او دویم مرستیال ولري او یو کس به د یوه قوم په استازولی هم ډله کې ورسره وي.

یادې سرچینې دا نه ده په ډاګه کړې، چې د ولسمشر غني لومړی او دوهم مرستیال څوک وي، خو تر دې وړاندې ویل کېدل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ښاغلي غني دوهم مرستیال بیا هم سروردانش وي.

سرچینه وايي، ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته به د ولسمشر اشرف غني واکمنۍ کې اجرایه ریاست څوکۍ نه وي.

باید و ویل شي، چې وړاندې د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم و خو هغه دا ځل ویلي، چې راتلونکو ټاکنو کې به له سلا مشورو وروسوته له یوې مناسبې ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شي.

د ښاغلي غني د ټاکنیز ټیم د بشپړېدو خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې له پیل راهیسې تر اوسه پورې پنځو تنو ځانونه رسمآ اعلان کړي دي.

تر اوسه پورې لطیف پدرام، حکیم تورن، زلمي رسول او دوه تنو نورو په رسمي ډول د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي