۰

دفاع وزارت د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزي، زابل، فراه، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې عملیات تر سره کړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۲ ټپیان او درې تنه هم ژوندي نیول شوی دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي