۰

هرات کې اور لګېدنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هرات کې اور لګېدنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اور تېره شپه (د مرغومي ۲۴ مه) د هرات ښار د دوهمې ناحیې اړوند د محله نو په سیمه کې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، په پېښه کې خاوند د هغه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي، چې ماشومان یې هلکه او دوه نجونې وې.

دی زیاتوي، تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي