۰

ډنمارک له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
کابل کې د ډنمارک سفیر نیوکولاج پیټرسون وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ډنمارک له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
کابل کې د ډنمارک سفیر نیوکولاج پیټرسون وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان سره مرستو موخه یې افغانستان د بشري حقونو خوندیتوب، ښوونې روزنې ته د ښځو او نجونو لاسرسی دی.

نوموړی وايي، که څه هم په افغانستان کې په دولتي چارو کې د ښځو رول او لاسته راوړنې زیاتې شوې خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې ډنمارک د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره د اتو لکو ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک کړ چې موخه یې له بشري حقونو ملاتړ ښودل شوی دی.

باید و ویل شي، چې ډنمارک له ۲۰۰۲ میلادي کال راوروسته په افغانستان کې د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره هر کال یو میلیون ډالره مرسته کوي چې موخه یې د بشري حقونو خوندیتوب، ظرفیت جوړونه او د بیان له ازادۍ او د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ ښودل شوی دی.

جمهرخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي