د افغان حکومت مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل ته راغلی او د افغان حکومت چارواکو په ارګ کې ورسره پر سولې خبرې کړې دي.
دغه ناسته چې ماښام په ارګ کې تر سره شوې ولسمشر غني، د هغه دواړو مرستیالانو، اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله، د حکومت د سولې مذاکراتي ټیم او ځینو سیاسي مشرانو په کې برخه درلوده.
ناسته کې زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.
خلیلزاد د غونډې پر مهال د برخوالو ځینو پوښتونو ته ځوابونه هم ویلي دي.
ښاغلي غني هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.
باید و ویل شي، چې دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل