جرمني وايي، یو افغان یې چې د دغه هېواد تابعیت هم لري، ایران ته د جاسوۍ په تور نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني فدرات څارنوال ویلي نیول شوی افغان عبدالحمید ایس نومېږي او ۵۰ کلن دی.
هغه زیاته کړې، چې عبدالحمید ایس د جرمني په پوځ کې یې خدمت کاوه او د جرمني لوېدیځ راینلنډ کې نیول شوی دی.
د څارنوال په خبره نوموړي د پوځ د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کاوه او ګومان کېږي چې د کار په موده کې یې د ایران له یوې استخباراتي ادارې سره تماس درلود.
په ورته وخت کې د جرمني شپېګل مجلې لیکلي چې عبدالحمید له کلونو راهیسې د ایران لپاره جاسوسي کوله او د جرمني د افغانستان د پوځي ماموریت حساس او درجه بندي شوي معلومات یې لیدلی شوای.
ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل