۰
امریکا ته د طالبانو نوی خبرداری!

که نور فشار راباندې راوړی د سولې خبرې به وځنډو

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
وسله وال طالبان وايي، امریکا د سولې په خبرو کې رښتینې نه ده او که پر طالبانو نور فشار راوړي د سولې خبرې به وځنډوي او جګړې ته به زور ورکړي.
که نور فشار راباندې راوړی د سولې خبرې به وځنډو
وسله وال طالبان وايي، امریکا د سولې په خبرو کې رښتینې نه ده او که پر طالبانو نور فشار راوړي د سولې خبرې به وځنډوي او جګړې ته به زور ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه خبرداری پرون سه شبنې د مرغومي ۲۶ مه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا ته ورکړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکا له دوی سره د سولې په مذاکراتو کې رښتینې نه ده او له ټاکل شوې اجنډا هاخوا هڅه کوي له طالبانو سره پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکا پر طالبانو د فشار راوستلو په موخه د ځينو هېوادونو په تطمیع کولو هم لاس پورې کړی دی چې دوی ته دا هم د منلو وړ نه ده.

خبرپاڼه کې راغلي، که امریکا په رښتیا غواړي چې له دوی سره سوله وکړي او دلته روانه جګړه پای ته ورسوي نو پر طالبانو دې له نورو لارو فشارونه نه راولي، بلکې په مستقیمه او رښتینې توګه دې پر ټاکل شوو موضوعاتو او اجنډاوو بحثونه ورسره وکړي.

طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا له طالبانو سره رښتینې نه وي، سولې ته ژمنه نه وي، یا له سیاسي او نظامي لارو د خپلو اجنډاوو د تطبیق هڅه وکړي، نو طالبان به د سولې خبرې ورسره وځنډوي او خپلو نظامي فعالیتونو ته به نور هم زور او ادامه ورکړي.

طالبان دغه اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې وړاندې یې ځینو سرچینو ویلي و، له امریکا سره یې د سولې لومړنۍ خبرې په ټپه درېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي