د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغانستان کې له سولې او ثبات پرته پاکستان او د سیمې نورو هېوادونه اقتصادي پرمختګ نه شي کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې د امریکا له یوه پخواني سفیر کامرون مونتر سره په کتنه کې کړې دي.
په دغه ناسته کې د امریکا پخواني سفیر عمران خان ته ویلي، چې سیمه تر بل هر وخت د افغانستان ثبات او امنیت ته اړتیا لري او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر هم منلې، چې د افغانستان له ثبات پرته په پاکستان او سیمه کې اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.
هغه ویلي« د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره پلانونه لرم خو په افغانستان او سیمه کې د امنیت له تامین پرته دغه پلانونه نشي عملي کېدای.»
د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل