۰

خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته رسېدلی دی

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی دی.
خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته رسېدلی دی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز هم ورسره ملګرتیا کوي نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه اسلام آباد ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي، اسلام آباد ته د خلیلزاد سفر پنځه ورځنی دی، چې په ترڅ کې به یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه او ځینو نورو ملکي او نظامي چارواکو سره لیدنې کتنې ولري.

د آج ورځپاڼې ویلي خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې له ملکي او نظامي پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي خلیلزاد به له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې له هغوی وغواړي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته وهڅوي.

باید و ویل شي، چې زلمی خلیلزاد پرون سه شنبې کابل ته راغلی او د افغان حکومت له چارواکو سره یې چین او هند ته د افغان سولې په تړاو د خبرو جزیات شریک او دغه راز د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي