۰

افغان پوځ فاریاب کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
افغان پوځ فاریاب کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د آدم قلعه په سیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.

سرچینه وايي، په دغه هدفمند او دقیق برید کې چې د طالبانو پر یوه غونډه شوی، د یوه قوماندان ابوطلحه په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي