۰

ښايي، رباني، دوستم او خلیلي په یوه انتخاباتي ټکټ کې راڅرګند شي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
د ملي جنبش ګوند یوه غړي تایید کړې، چې ښايي صلاح الدین رباني، جنرال عبدالرشید دوستم او محمد کریم خلیلي په یوه انتخاباتي ټکټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته راووځي.
ښايي، رباني، دوستم او خلیلي په یوه انتخاباتي ټکټ کې راڅرګند شي
د ملي جنبش ګوند یوه غړي تایید کړې، چې ښايي صلاح الدین رباني، جنرال عبدالرشید دوستم او محمد کریم خلیلي په یوه انتخاباتي ټکټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته راووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه ښاغلي رباني، ښاغلي دوستم، او ښاغلي خلیلي پرون سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه سره لیدلي دي.

د جنرال دوستم دفتر وايي، ښاغلي دوستم پرون په خپل استوګنځای کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د سولې عالي شورا د مشر محمد کریم خلیلي سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، په دې ناسته کې د هېواد پر روانو حالاتو او به ځانګړي توګه پر راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې اترې شوې او ټینګار وشو، چې په دې حساسو شرایطو کې د درې واړه اغېز لرونکي جریانونه همکارۍ د هېواد پر برخلیک اغېز لرلی شي.

د ښاغلي دوستم دفتر زیاتوي، چې دوی تر خپل منځي همکاریو پر ټینګار سربېره دا هم اړینه وبلله، چې د هېواد پر مهمو او ملي موضوعاتو د توافق لپاره له نورو سیاسي جریانونو او ګوندونو سره سلا مشورې هم اړینې دي.

په ورته وخت کې د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق د ښاغلي رباني، ښاغلي دوستم او ښاغلي خلیلي تر منځ د یوه احتمالي انتخاباتي ټکټ د رامنځ ته کېدو پخلی وکړ.

هغه و ویل«به دې اړه خبرې شوې، چې صلاح الدین رباني، جنرال دوستم او کریم خلیلي له یوه ټاکنیز ټیم څخه ملاتړ وکړي.»

قرلق وايي، که د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ تمدید شي ښايي د یوه انتخاباتي ټکټ د رامنځ ته کېدو لپاره نور هم فرصت برابر شي، خو په وینا یې که تمدید هم نه شي ۸۰ سلنه پرېکړه شوې، او تمه ده تر سبا پنشنبې پورې دغه موضوع وروستۍ شي.

دی وايي، ښاغلي دوستم تر اوسه پورې له ولسمشر غني، محمد حنیف اتمر، کریم خلیلي، او صلاح الدین رباني سره د راتلونکي ولسمشریز ټکټ پر جوړېدو خبرې اترې کړې دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د اسلامي وحدت ګوند نظر هم ولرو له خو پرلپسې اړیکو سره څوک ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یوې سرچینې جمهور خبري آژانس ته ویلي و، ښاغلي دوستم ښايي د ښاغلي اتمر او یا هم رحمت الله نبیل له ټیم څخه ملاتړ وکړي.

ویل کېږي نیبل ښاغلي دوستم ته د لومړي مرستیالۍ څوکۍ منلې خو دوستم تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

بل خوا ښاغلي اتمر دوستم ته د درېیم معاونت څوکۍ ازبک ټبر ته منلې او ښايي دوستم له اتمر څخه ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي