۰
مارشال سټوراټ:

ناټو له افغانستانه نه وځي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۹
په داسې حال کې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ګنګوسې خپرې دي ناټو وايي، دوی له افغانستانه نه وځي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ناټو له افغانستانه نه وځي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي
په داسې حال کې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ګنګوسې خپرې دي ناټو وايي، دوی له افغانستانه نه وځي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ناټو یوه لوړ پوړي چارواکي مارشال سټوراټ کړې ټینګار یې کړی، چې له افغانستان سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ناټو په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري او په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی نوځکه ناټو خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه نه وباسي.

د ناټو دغه لوړ پوړي نظامي چارواکی وايي، تر هغه به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي چې دغه هېواد ته ثبات نه وي راغلی.

مارشال سټوراټ په افغانستان کې د ترهګرۍپر وړاندې مبارزه باندې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له کابل سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي