۰

ولسي جرګې پر طالبانو د نظامي فشارونو د زیاتولو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
ولسي جرګې پر وسله والو طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي عملیات وستایل او د دغه ډول نظامي فشارونو د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.
ولسي جرګې پر طالبانو د نظامي فشارونو د زیاتولو غوښتنه وکړه
ولسي جرګې پر وسله والو طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي عملیات وستایل او د دغه ډول نظامي فشارونو د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې غړو ویل پر طالبانو باید نظامي فشارونه دومره زیات کړای شي، تر څو دغه ډله سولې ته غاړه کېږدي.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نن چهارشنبې مرغومي ۲۶ مه غونډه کې و ویل، ورستي پوځي عملیات چې دفاع وزارت یا په ټول کې امنیتي ځواکونو پر طالبانو کړي د افغان ولس له هرکلي سره مخ شوي او زموږ وړاندیز هم همدا دی تر څو نظامي فشارونه نور هم زیات شي، چې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

دی وايي، که څه هم ولسي جرګه افغانستان کې جګړه د ستونزو د حل لار نه بولي، خو په خبره یې باور دا دی، چې پر طالبانو باید نظامي فشارونه نور هم زیات شي، تر څو بین الاافغاني سولې ته خبرو ته زمینه برابره او هېواد کې تل پاتې باغزت سوله ټینګه شي.

د جرګې غړي منورشاه بهادري هم د افغان ځواکونو وروستي عملیات وستایل او د دفاع وزارت په نوي مشرتابه یې غږ وکړ، چې خپل پرسونل په دقیق ډول وڅېړي او د افسرانو او سرتېرو ترفیع ګانو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې وړاندې ډېری افسران او سرتېري چې په یوه ځای کې دنده پیل کړې کلونه هملته پاتې شوي، چې دا کار ورته خسته کوونکی تمام شوی دی.

دغه راز د جرګې نورو غړو هم د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې امنیت ښه شوی خو په وینا یې دا اقدامات بنسه نه کوي، بلکې امنیتي ارګانونه نور هم پیاوړی او اقدامات وکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني و ویل، چې دوی د کورنیو چارو وزارت د نویو اقداماتو پوره ملاتړ کوي خو به وینا یې دغه اقدامات باید عملي او دوامداره شي.

هغه دا هم و ویل، چې کورنیو چارو وزارت باید لومړی اصلاحات له ځانه پیل کړي او دغه وزارت باید د هغه غاصبانو او جنرالانو نوملړ هم خپور او په جدي توګه وڅېړي، چې د فساد او غلا له امله میلیارداران شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه«شراب پلورونکي، د خلکو په مالونو تېرکوونکي، زورواکي، غله، او په قراردانو کې فساد ټول د پولیسو په واک کې دي او دا مساله باید په جدي توګه وڅېړل شي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړای شي.»

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم و ویل، چې دوی د کورنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه د پولیسو له کړنو خوښ دي، خو په وینا یې دغه کړنې باید قانوني او مسلکي ډول تنظیم شي او له دې زیاته د ولسي جرګې او افغان ولس د ځورولو لامل نه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي